پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظالصحې توکو مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له لوري د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظالصحې د اړینو توکو مرسته وشوه.
د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین د یاد ریاست له دې مرستې مننه کړې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې د نورو بنسټونو له مسوولینو هم غوښتنه کړې، چې له یاد مرکز سره ورته مرستې وکړي.
نوموړي د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د اړتیاوو پوره کول مهم بللي او د مرستندویه بنسټونو همکاري یې د ماشومانو د ښه وضعیت، حفظالصحې او هوساینې په برخه کې اغېزمنه ګڼلې ده.
جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
