د ننګرهار ولایت زندان کې د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سمینار پای ته ورسېد
د ننګرهار زندان د ښوونې او روزنې آمریت له لوري د نظامي منسوبینو لپاره جوړ شوی لس ورځنی د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار پای ته ورسېد.
په دغه سیمینار کې ګډونوالو ته د دیني، اداري او نظامي چارو اړوند بېلابېلې موضوعات تدریس شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار زندان نظامي مرستیال محترم قاري محمد امین"نظامي" پر دوامدار مسلکي ظرفیت لوړونې ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې ترلاسه کړې زده کړې په عملي ډګر کې وکاروي.
د سیمینار په پای کې، له ګډونوالو ازموینه واخیستل شوه او بریالیو کسانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
ربیع الثاني ۱۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعات او عامه اړیکو امریت
