د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح"، د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم محمد ګل "جګرخون"، د مالي او بودجې رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"، د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالله "بلال" د نظامي ښوونې او روزنې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس محترم چهاریقل "ادیب" او یو شمېر نورو امرینو، ملکي او نظامي مسوولینو پکې ګډون کړی و.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پلان او پالېسۍ ریاست له خوا د دې ادارې د مرکزي برخو رئیسانو، امرینو او مسلکي نظامي او ملکي مسوولینو ته د راتلونکو(۵) کلونو لپاره د ستراتیژیک پلان د ترتیبولو په موخه یاد یو ورځني روزنیز سمینار پرمهال د زندانونو د مدیریت ښه والي، د محبوسینو د اصلاح او بیا روزنې، د زندانیانو د حقونو ټینګښټ، د هغوی لپاره د بنسټیزو خدمتونو د ښه والي، د زندانیانو لپاره د بنسټیزو چارو پراختیا، د بشري سرچینو پیاوړتیا، د زندانونو د امنیت ټینګښټ، زندانیانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو او له اقتصادي اړخه د زندانونو د پرځان بساینې د روښانه مسیر ټاکلو په هکله لازم معلومات وړاندې شول.
همداراز، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد د نوموړي سیمینار د پرانیستغونډې په ترڅ کې، د یاد پلان پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د ادارې ریاستونه او اړوندې برخې باید خپل اوږدمهاله فعالیتونه او طرحې په کره توګه د دغه پلان له لارې تنظیم کړي، ځکه په وینا يې د پلان له مخې د چارو ترسره کول د مثبتو پایلو او ښو لاسته راوړنو او موخې سره مرسته کولی شي.
ورپسې، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم مولوي عبدالفتاح فاتح، د سمینار د موخو او کاري بهیر په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او له ټولو ریاستونو او اړوندو برخو یې وغوښتل، چې خپل اوږدمهاله پلانونه د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو په پام کې نیولو سره ترتیب او تنظیم کړي.
د دې سمینار په پای کې، د پلان او پالېسۍ ریاست د مسوولینو له لورې د ادارې د(۵) کلن ستراتیژیک پلان تر تشرېح وروسته د ګډونوالو پوښتنو ځوابونه ورکړل او د نظرونو تبادله وشوه.
ربیع الثاني ۹/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
