د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د کنړ ولایت د زندان ارزونه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۴
کونر

د ا.ا.ا. د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله حیات " حقاني" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې چې د یاد ولایت مرستیال محترم مولوي عبدالله او د زندان  امر محترم ملا محمد نور"بلال شاهين" ملتیا کوله، د دې زندان اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو برنامو، کتابتون، روغتیايي، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ، د زندانیانو د استوګنې ځایونه هم له نږدې وارزول.

یاد پلاوي، د دې ارزونې په ترڅ کې د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې وویل، هغه کسان چې د مختلفو جرمونو له امله زندان ته راوستل شوي، هیله ده له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغو اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په دې زندان کې ورته برابر شوي، ډېره ګټه واخلي، ترڅو د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، زندانیانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت په څرګندونولو یو لړ غوښتنې له نوموړي پلاوي سره شریکې کړې، چې پلاوي هم د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.

په پای کې، د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون مشر او غړو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه د کنړ ولایت د زندان زندانیانو ته د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هغه یې وستایلې.

 

ربیع الاول ۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها با والی ولایت بغلان دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی که عازم ولایت بغلان گردیده بود، با والی ولایت بغلان دیدار نمود.

در این دیدار والی محترم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

مسابقات سه روزه والیبال میان تیم های زندان ولایت بغلان به پایان رسید

محترم مولوی عبدالکریم "نورانی" مدیرنظامی زندان ولایت بغلان گفت: این مسابقات دوستانه میان سه تیم ورزشی زندانیان و پرسونل زندان راه اندازی گردیده بود که تیم پرسونل زندان برنده مسابقات گرد. . .

BACK TO NEWS