د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د مبینې فتحې ورځې په ویاړ لمانځ غونډه وشوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۷
7676

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاه"، دیني عالم شیخ القران و الحدیث محترم مولانا عبدالسمیع "غزنوي"، او یو شمېر رئیسانو او نظامي او ملکي مسوولینو ګډون درلود، د اسد ۲۴مې تاریخي او  ملي ورځې په ارزښت او د دې ورځې د ساتنې او نسلونو ته د هغې پیغام د لیږد او اهمیت په اړه  خبرې وکړې.

د همدې ورځې په مناسبت محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق نظامي او ملکي مسوولینو ته په خبرو کې د افغانستان د اسلامي امارت د مبینې فتحې په ویاړ د مجاهدینو په سرښندنو او قربانیو باندې پوره وینا وکړله او همداراز يې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي پرسونل ته د نظم، ډسپلین او نظامي یونیفورم پر مراعاتولو او له زندانیانو سره په نیک او ښه چلند سپارښتنې وکړې.

همداراز، دیني عالم شیخ القران و الحدیث حضرت مولانا عبدالسمیع "غزنوي" د یادو مراسمو پرمهال په خپلو خبر کې د اسلامي نظام پر جوړښت، اهمیت او د اسلامي نظام پر ساتلو او ښه خدمت کولو ټینګار وکړ او ويي ویل؛ د دغه نظام په ساتلو کې باید په ګډه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.

یاد مراسم د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د خیر په دعایې سره پای ته ورسېدل.

 

صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

رئيس زندان ولایت بامیان به منظور بهبود کار در  توقیفخانه ولسوالی پنجاب عازم آن ولسوالی گردید

محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئيس زندان ولایت بامیان ، به منظور ارزیابی کارکنان و ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری شان در توقیفخانه ولسوالی پنجاب عازم این ولسوالی  گردید.

رئيس زندان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۵۲
Background image

هیئت کمیسیون تنظیم تشکیلات و معاشات، جهت بررسی وضعیت عمومی از زندان ولایت جوزجان دیدار نمود

 

محترم حاجی عبدالقدیر احمد معین مالی وزارت مالیه و عضو کمیسیون تنظیم تشکیلات و معاشات و هیئت همرای شان از بخش های مختلف زندان ولایت جوزجان دیدار نمود.

معین مالی وزارت مالیه حین دیدار. . .

BACK TO NEWS