د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د هرات ولایت زندان له عمومي وضعیت څخه لیدنه وکړله
د ریاستالوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي"په داسې حال کې، چې د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني" او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله او د دغه زندان عمومي وضعیت، د محبوسینو شرایط او د اړوندو برخو فعالیتونه یې له نږدې وکتل.
د دغه سفر پر مهال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي د محبوسینو د اوسېدنې ځایونه، د خوړو او تغذیې وضعیت، پخلنځي، کلینیک، روغتیايي اسانتیاوې او د زندان بېلابېلې تعمیراتي برخې وکتلې او د موجودو امکاناتو او خدمتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
همداراز، نوموړي پلاوي د هرات زندان له یو شمېر محبوسینو سره لیدنه او خبرې وکړې او د هغوی د وضعیت او اړتیاوو په اړه معلومات واخیستل.
د ریاستالوزرا عالي مقام اداري مرستیال د زندان د بېلابېلو برخو د ارزونې پر مهال، د محبوسینو لپاره د مناسبو شرایطو، روغتیايي خدمتونو او اړینو اسانتیاوو پر برابرولو د لا زیاتې پاملرنې سپارښتنه وکړله.
په پای کې، محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هرات زندان د مسوولینو او کارکوونکو د ترسره شویو کړنو او هڅو ستاینه وکړله او د چارو د لا ښه تنظیم او د محبوسینو د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړله.
صفر المظفر ۲۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
