ولایتي خبرونه: ( میدان وردګ، لوګر) د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو میاشتینی سمینار پای ته ورسېد.
د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو استادانو له خوا پیل شوی و، په کې له زندانیانو سره د اسلامي اخلاقو، نظامي نظم او انضباط، مسوولیت پیژندنې، د زندانیانو د حقونو، د زندانیانو امنیتي تدابیرو، په زندان کې د لاښه مسلکي چلند او د خدمت د اصولو په اړه هر اړخیز معلومات او روزنه ورکړل شوه.
داراز، د نوموړي زندان مسوولینو ژمنه وکړله، چې له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو چارو ګټه پورته او د خپل لاس لاندې کارکوونکو سره به یې هم شریکوي.
لوګر:
د لوګر ولایت په زندان کې د نلدوانۍ شاپ پرانیستل شو
د نوموړي ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ د دغه زندان د زندانیانو لپاره د نلدوانۍ د روزنې په موخه شپږ میاشتینی شاپ پرانیستل شو.
د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري" دا ډول رونیزو او د کسب زده کړو برنامو پلي کېدل د زندانیان په ښې روزنه کې خورا ګتور یاد کړل او له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو څخه یې د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړله.
صفر المظفر۲۴/۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
