د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د نشه‌ یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس ارزونه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۳
حنفی

د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د کابل ولایت د نشه‌ یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړله.

په دغه ارزونه کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني"، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، د چارو ادارې مرستیال محترم مولوي سیف‌الدین "تائب"، د کورنیو چارو وزارت معین محترم ملا رحمت الله "نجیب"، او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د محبس اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو، ټولګیو، کتابتون، روغتیايي، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ د محبوسینو د استوګنې ځایونه هم له نږدې وڅېړل او د بېلابېلو برخو د فعالیتونو ارزونه یې وکړله.

د لیدنې پر مهال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محبوسینو سره په خبرو کې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله محبس ته راوستل شوي، باید له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغه اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په محبس کې ورته برابر شوي، اعظمي ګټه واخلي، ترڅو د بند مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، محبوسینو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت څرګندونولو سره یو لړ غوښتنې یې له پلاوي سره شریکې کړې چې پلاوي د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.

همداشان، د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله ۵۰ بستریز روغتون له ډاکترانو، ناروغ زندانیانو، درملتون او ډیپو څخه هم لیدنه وکړله.

په پای کې، د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ څخه د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هڅې یې وستایلې.

 

صفر المظفر۱۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

 معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها از زندان ولایت فاریاب دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی عازم ولایت فاریاب گردید.

معاون نظامی این اداره در حالیکه، محترم مولوی کمال الدین " زاهد " رئی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

امر جدید التقرر زندان ولایت سرپل از سوی معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها معرفی گردید

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی عازم ولایت سرپل گردید.

معاون نظامی این اداره در حالیکه، محترم مولوی عبدالقدیر "عکاشه" رئیس دف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۶
Background image

آمر جدیدالتقرر زندان ولایت جوزجان ازسوی معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها معرفی گردید.

محترم الحاج  لوی پاسوال محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها در حالیکه محترم مولوی کمال الدین "زاهد " رئیس زندان ولایت بلخ و شماری از مسئولان حضور داشتند، علاوه بر. . .

BACK TO NEWS