د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
حنفی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له نږدې وڅېړي او په اړه د مشرتابه عالي مقام (حفظه الله)  ته تفصیلي او هراړخیز معلومات ورواستوي.

په همدې موخه د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال او د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون مشر محترم مولوي عبدالسلام "حنفي"، چې د دې کمېسیون غړي هر یو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر، محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، د افغانستان بانک رئیس محترم حاجي نوراحمد "اغا"، د کورنیو چارو وزارت معین ملا رحمت الله "نجیب"، د مالیې وزارت د خزاینو معین محترم حاجي عبدالقدیر "احمد" هم ورسره وو، نن(دوشنبې) د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ته راغلی وو او د دې ادارې له نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" او د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو او مسوولینو سره ولیدل.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، «زمونږ د دې لیدنې لومړی هدف د دغې ادارې اړوند د مرکز او ولایتونو د زندانونو مالي، تدراکاتي، تعمیراتي، امنیتي او نورو مربوطه چارو ارزول دي او دویم هدف مو د زندانیانو د وضعیت معلومول دي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) په شفقت د دې کمېسیون له ټاکلو او زندانونو او د زندانیانو د وضعیت ارزولو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره د نوموړي کمېسیون د قدرمن مشر او محترمو غړو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره هغوی ته د زندانونو اړوندو چارو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې دغه اداره د انساني اوشرعي حقونو په پام کې نیولو سره تل هڅه کوي چې ښځینه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو ماشومانو ته په زندانونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ژوند لازمې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

د نوموړي کمېسیون مشر او غړو د یادو معلوماتو په اورېدو سره وويل: «مونږ ستاسو د ادارې فعالیتونه او زندانیانو ته وړاندې کړي خدمتونونه د قدر وړ بولو، خو هڅه کوو چې په ګډه د دې فعالیتونو او خدمتونو کیفیت لا نور هم ښه کړو، ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه، حللارې ورته پیدا او زندانونو کې د زندانیانو د اصلاح لپاره لازم او ګټور ګامونه پورته کړو».

په ورته مهال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له خوا په کابل کې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو یو شمېر رئیسانو، امرینو او امنیتي او اداري مرستیالانو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې تر سرلیک لاندې د (۱۵)ورځیني سمینار له بهیر څخه لیدنه وکړله او ګډونوالو ته یې دوی د راتګ او لیدنې د موخو د څرګندولو ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، هغه زیاته کړه چې د معلوماتو له مخې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، ټولې چارې او زندانیانو او مراجعینو ته وړاندې کړي خدمتونه د ستایلو وړ دي او ويې ویل،  په دې برخه کې لا نور کار ته هم اړتیا شته.

د یادونې وړ بولو، چې د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون له خوا  د زندانونو د تنظیم ادارې د زندانونو او زندانیانو د وضعیت اروزولو اوڅېړلو بهیر چې له ځینو مرکزي برخو پیل شو، تر راتلوونکو څو ورځو پورې به د مرکز او ولایتونو په کچه دوام ولري.

 

محرم الحرم ۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

اخبار ولایتی (پکتیا، بغلان) رئیس زندان ولایت پکتیا، به منظور بررسی کار ساختمان تعمیر توقیفخانه ولسوالی سید کرم عازم آن ولسوالی گردید.

محترم عبد الغنی"عادل" رئیس زندان ولایت پکتیا، در آغاز سفر با ولسوال، آمر استخبارات و قاضی محکمه ولسوالی سید کرم  دیدار نمود، روی همکاری های هرچه  بیشتر میان ادارات ذیربط تاکید صورت گرفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

به منظور بررسی ارایه خدمات بهتر کارمندان، بخش‌های تعمیراتی و عرضه خدمات خوب صحی، هیئتی از مرکز عازم ولایت زابل گردید

محترم الحاج ملا عبدالله "عباد" رئیس تعمیرات و محترم داکتر سید احمد "اسحاقزی" رئیس امور صحی اداره تنظیم امورزندان ها، با هیئت همراه شان در حالیکه محترم ملا حکمت الله "خطاب " آمر ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

خبری‌های ولایتی (میدان‌وردگ پکتیا) مسئولان زندان ولایت میدان وردک، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی  سید آباد گردیدند

محترم مولوی محمد هاشم "حقانی" آمر زندان ولایت میدان وردک و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی سید آباد عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

آمر زندان. . .

BACK TO NEWS