ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
ولایتی

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم "احمد" وویل، د دې پروګرام موخه ښځینه محبوسینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابرول، د هغوی د مهارتونو پیاوړتیا او له خوشې کېدو وروسته د حلال رزق ترلاسه کولو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

د زندان رئیس په وینا، په دغه شاپ کې به ښځینه محبوسینې د خیاطۍ او ګلدوزۍ عملي زده کړې ترلاسه کړي او د ښځینه مسلکي ښوونکو له لورې به وروزل شي، څو وکولی شي په راتلونکي کې د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ وکړي.

بلخوا ښځینه محبوسینو هم د یاد شاپ له پرانېستې خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو مهارتونو د ودې او راتلونکې لپاره یو مهم ګام وباله.

د یو بل خبر له مخې، د زابل ولایت د زندان نظامي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو

 

د زابل ولایت د زندان مسوولینو په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو  ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي پرمختګ په اړه هر اړخیر معلومات ورکړل شي.

همداشان، د سمینار ګډونوالو دا ډول روزنیزو برنامو جوړولو څخه خوښي وښوده او وویل؛ دا  برنامې دوی سره مرسته کوي څو چارې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره او په ژوند کې یې مثبت بدلون رامنځ ته شي.

 

 

همداراز، د خوست ولایت د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره د لیک لوست زده کړو نوي ټولګي پرانیستل شول.

 

د یاد ولایت د زندان مسوولینو د زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د دغه فرصت څخه ګټه پورته او د یو لوستي وګړي په توګه خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.

د نوموړي زندان مسوولینو زیاته کړله، د زندان هغه پرسونل چې تر دې  وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او یا ترې نیمګړې ياتې شوې وې، اوس به د دې ټولګیو پر مټ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپل هېواد او ملت ته به د ښه خدمت جوګه شي.

 

ذوالقعده ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم په ادارې کې نوې ګومارنې ترسره شوې

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا ء عالي مقام په منظورۍ  دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۲
Background image

کورس سه ماهه خیاطی برای زندانیان ولایت زابل تدویرگردید

در این کورس سه ماهه خیاطی سی تن از زندانیان آموزش مسلکی خواهند یافت.

محترم ملا حکمت الله "خطاب " امر زندان ولایت زابل ضمن افتتاح کورس سه ماهه خیاطی گفت: اکنون زندان ها به محل آموزشگاه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها وهیأت همراه شان ضمن دیدار از زندان ولایت بلخ از بازسازی کمپلکس جدید محبس این ولایت دیدار نمودند

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق  " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها در حالیکه محترم مولوی کمال الدین "زاهد "رئیس زندان ولایت بلخ و شماری از مسوولین ایشان را همرایی کردند از. . .

BACK TO NEWS