ولایتي خبرونه: (کندهار، ننګرهار، غزني، پکتیکا) د کندهار ولایت د زندان په کلنیک کې د غاښونو څانګه پرانېستل شوه
یاده څانګه، د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محب الله "گرمسیري" په هڅو، چې په کې د غاښونو کلنیک اړوند مجهز توکي موجود دي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي زیاتوي، په دغه کلنیک زندانیانو ته د غاښونو ډکول، کښل، اعصاب ایستنه، پوښول، صفا کول او همدا شان نور اړوند خدمات ترسره کیږي.
د دې ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي کلینک په جوړیدو یې خوښي وښوده او همدا شان یې د زندان له مسوولینو څخه ځانګړي مننه وکړله.
ننګرهار:
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پېل شو
دغه سمینار، د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د ښوونې او بیا روزنې امریت له لورې د ولسوالیو د توقیفخونو مسوولينو ترڅنګ د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره به د اداري اصولو، مسلکي اخلاقو، د بندیانو د حقونو په اړه زده کړې ورکړل شي.
د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د یاد سمینار د پرانیستې په مراسمو کې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ظرفیت لوړونه د اداري چارو د ښه تنظیم او د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري او د زندان مسوولین باید د خپلو اداري دندو ترڅنګ له مراجعینو سره نېک، عادلانه او حسنه چلند وکړي.
غزني:
په همدې حال کې، د غزني ولایت د زندان کارکوونکو او زندانیانو ته د لیک او لوست زده کړو ټولګي پرانېستل شول
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین"په وینا، په یاد زندان کې د نویو با تجربه استادانو په ګمارلو سربېره کارکوونکو او زندانیانو ته د لیک لوست زده کړو ټولګیو زمینه برابره شوه.
مسوولین زیاتوي، د یادو ټولګیو په فعالېدو سره به د کارکوونکو علمي کچه لوړه او د هغوی فکري ودې ته به نوره هم زمینه برابره شي.
پکتیکا:
بل لور بیا، د پکتیکا ولایت د زندان ملکي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی سمینار پای ته ورسېده
دغه سمینار، د نوموړي زندان د امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"په هڅو او د یاد ولایت د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو ریاست له لورې جوړ شوی وو ،ګډونوالو ته د اداري اصلاحاتو او اسنادو د ارزیابۍ په برخو کې هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
شوال المکرم ۲۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
