ولایتي خبرونه: (زابل، ننګرهار، هرات، بادغیس) د زابل ولایت په زندان کې د ۳۰ تنو زندانیانو لپاره د سولري تخنیکي وسایلو د ترمیم درې میاشتنۍ مسلکي کورس پیل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۳۴
تاتا

یاد کورس د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست له لورې د دې زندان د مسوولینو په همغږۍ پرانیستل شوی، چې موخه یې زندانیانو ته د مسلکي مهارتونو زده کړه او له خوشې کېدو وروسته د کار موندنې زمینه برابرول دي.

د مسوولینو په وینا، په دې کورس کې به ګډونوال د سولري سیسټمونو د پېژندنې، نصب، ترمیم او ساتنې اړوند عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړي.

مسوولین زیاتوي، دا ډول پروګرامونه د زندانیانو په فکري اصلاح، د هغوی د وړتیاوو په لوړولو او ټولنې ته د بېرته سالم ادغام په برخه کې مهم رول لري.

ورته مهال،  د کورس ګډونوالو د دې پروګرام هرکلی وکړ او ویې ویل، هڅه به وکړي له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره ځانونه په یو مسلک سمبال کړي.

ننګرهار:

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د  زندان رئیس په مشرۍ پلاوي  د خوګیاڼو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ارزونه وکړله

 

د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په مشرۍ پلاوي د خوګیاڼو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د لیدنې ترڅنګ یې په یادې توقیفخونې کې د روانو بارانونو له امله د رامنځته شوو احتمالي تخریباتو ، د توقیفیانو او امنیتي پرسونل د وضعیت د ډاډمن کېدو په موخه ارزونه وکړله.

 همداراز، پلاوي یادې توقیفخونې د توقیقیانو د اوسېدو خونې، د امنیتي پرسونل استوګنځایونه او نور اړوندو تاسیساتو او روغتیايي برخو څخه لیدنه هم لدینه وکړله.

داراز، پلاوي، له یو شمېر توقیفیانو سره مخامخ خبرې وکړې او د هغوی  ستونزې يي واوريدې او د یادو ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړ.

هرات:

په همدې حال کې، د هرات ولایت د زندان سلګونو تنو زندانیانو ته د لیک او لوست زده کړو او د ښونځيو ټولګي پرانېستل شول

 

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین په وینا، په یاد زندان کې د نورو اسانتیاوو سربېره سلګونو تنو زندانیانو لپاره د ښوونیزو او روزنیزو برنامو په لړ کې د ښوونځیو او لیک لوست زده کړو ټولګیو زمینه برابره شوه.

نوموړی زیاتوي، د یادو ټولګیو په فعالېدو سره به د زندانیانو علمي کچه لوړه او د هغوی فکري ودې ته به نوره هم زمینه برابره شي.

بادغیس

بل لور بیا، د بادغیس ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

 

یاده مرسته کې چې، د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، ځان پاک او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ نور توکي شامل ول،  د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف له لورې د یاد زندان مسوولیو ته وسپارل شوه.

د دې زندان امر محترم الحاج ملا سید باران عدالتي د یونیسف موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

شوال المکرم ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

مسابقات سه روزه والیبال میان تیم های زندان ولایت بغلان به پایان رسید

محترم مولوی عبدالکریم "نورانی" مدیرنظامی زندان ولایت بغلان گفت: این مسابقات دوستانه میان سه تیم ورزشی زندانیان و پرسونل زندان راه اندازی گردیده بود که تیم پرسونل زندان برنده مسابقات گرد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۹
Background image

زندان وحشت‌ناک و مخوف قبلی پلچرخی، به محل اصلاح و تربیت مجدد مبدل گردیده است! این مطلب را مسئولان اداره تنظیم امور زندانها در افتتاح میدان ورزشی در زندان مرکزی بیان داشت

در محفل افتتاح میدان عمومی ورزشی زندان مرکزی، محترم الحاج مولوی محمد یوسف "مستری" رئيس عمومی اداره تنظیم امور زندانها، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" معاون امور نظامی، محترم. . .

BACK TO NEWS