د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه څخه د لیدنې ترڅنګ یې د نوموړي زندان د یو جومات او د ځېنو نویو جوړ شویو برخو پرانیسته وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۰:۳۹
مسجد

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکی چارو  مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" په مشرۍ پلاوي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت د زندان له مسوولینو سره‎ پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

محترم قاري محمد بلال فاتح د یاد ولایت زندان مسوولینو سره په لیدنه کې وویل چې د خپلو امرینو اطاعت وکړئ، په چارو کې د امانت اصل په پام کې ونیسۍ، خپلو مسوولیتونو ته متوجه شئ او زندانیانو سره ښه چلند وکړئ. 

په همدې حال کې د زندانونو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال فاتح چې په داسې حال کې د دې ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني عادل او د یاد ولایت یو شمېر سمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، د نوموړي زندان د ځېنو نویو جوړو شویو برخو پرانیسته وکړله.

په دغو جوړو شویو برخو کې چې یو جومات، یو میلمستون، د امنیتي او اداري غونډو لپاره یو تالار ، د اداري واحد لپاره د څلورو خونو جوړول، دوه تشنابونه، ملاقات ځای لپاره سایه بان، لوژستیک امریت لپاره د یو ساتنځای جوړول، د ۱۶۰ واټه د برېښنا ترانسپرمر نصبول او د یاد زندان د ځینو برخو ترمیم او رنګمالي  شامل ول چې د نوموړي پلاوي او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، محترم قاري محمد بلال فاتح د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو هڅې وستایلې او زیاته کړله چې زمونږ باید د محبوسینو لپاره مناسب چاپېریال، لازمې اسانتیاوې برابرې او اداري تاسیساتو د ساتنې په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.

 

داراز، د پالېسۍ او مسلکې چارو مرستیال د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « په زندان کې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه دوام لري، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، د دې ولایت د زندان زندانیانو د محترم قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ.

دغه راز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال چارو په مشرۍ د پکتیا ولایت د توقیفخونې او ښځینه زندان څخه هم لیدنه وکړله او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسوولینو لازمې سپارښتنې وکړې.

د محترم قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، او تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې د پکتیا ولایت سیمه ییزو مسوولینو له لورې نوموړي پلاوي ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

 

رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

اخبار ولایتی (پکتیا، بغلان) رئیس زندان ولایت پکتیا، به منظور بررسی کار ساختمان تعمیر توقیفخانه ولسوالی سید کرم عازم آن ولسوالی گردید.

محترم عبد الغنی"عادل" رئیس زندان ولایت پکتیا، در آغاز سفر با ولسوال، آمر استخبارات و قاضی محکمه ولسوالی سید کرم  دیدار نمود، روی همکاری های هرچه  بیشتر میان ادارات ذیربط تاکید صورت گرفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

به منظور بررسی ارایه خدمات بهتر کارمندان، بخش‌های تعمیراتی و عرضه خدمات خوب صحی، هیئتی از مرکز عازم ولایت زابل گردید

محترم الحاج ملا عبدالله "عباد" رئیس تعمیرات و محترم داکتر سید احمد "اسحاقزی" رئیس امور صحی اداره تنظیم امورزندان ها، با هیئت همراه شان در حالیکه محترم ملا حکمت الله "خطاب " آمر ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

خبری‌های ولایتی (میدان‌وردگ پکتیا) مسئولان زندان ولایت میدان وردک، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی  سید آباد گردیدند

محترم مولوی محمد هاشم "حقانی" آمر زندان ولایت میدان وردک و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی سید آباد عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

آمر زندان. . .

BACK TO NEWS