ولایتي خبرونه:(پکتیا، هلمند، جوزجان، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعة) کتاب سیالۍ ترسره شوه.

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۳
ولایتی

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" زندانیانو ته د وینا پرمهال د مطالعې ارزښت په اړه خبرې وکړې او د محبوسینو څخه یې وغوښتل چې دیني زده کړو په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

همداراز، د ازموینې تراخیستلو وروسته بریالیو ګډونوالو ته د الفجر ساعتونه، قلم لرونکي قران کریم او نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

هلمند:

د هلمند ولایت په زندان کې د ترکاڼۍ شاپ پرانېستل شو

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د هلمند ولایت د زندان د مسوولینو په همکارۍ د (OYDO) موسسې له لورې د نوموړي زندانیان د زندانیانو د روزنې  په موخه د ترکاڼۍ شاپ پرانېستل شو.

همداراز، د یادې موسسې له لورې د شاپ ګډونوالو ته یوه اندازه د ترکاڼۍ وسایل هم ورکړل شول.

 د یاد زندان رئیس محترم ملا بهاء الدین دا شان د رونېزو برنامو پلي کېدل د زندانیانو په  روزنه کې خورا اړین یاد کړل او د کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته نورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.

 

جوزجان:

د جوزجان ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم ملا روز الدین "سعادت" د جوزجان زندان د  نظامي مدیر په توګه د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

داراز، د یاد زندان مسوولینو د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

هرات:

د هرات ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې په کې کمپلې، قرطاسیه، شامپو، صابون، فرش، د اوبو ګرمولو بایلر او یوشمېر نور د اړتیا وړتوکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې له خوا د دغه ولایت د زندان د مسوولینو له لورې د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح مرکز پرمحجوزینو په شفافه توګه وویشل شوه.

د هرات ولایت د زندان رئیس  محترم ملا شراف الدین "مخلص"د یونیسف موسسې له دغې انسان دوستانه مرستې مننه او په راتلونکې کې یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه  و کړله.

 

جمادي الثاني ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

مسابقات سه روزه والیبال میان تیم های زندان ولایت بغلان به پایان رسید

محترم مولوی عبدالکریم "نورانی" مدیرنظامی زندان ولایت بغلان گفت: این مسابقات دوستانه میان سه تیم ورزشی زندانیان و پرسونل زندان راه اندازی گردیده بود که تیم پرسونل زندان برنده مسابقات گرد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۹
Background image

زندان وحشت‌ناک و مخوف قبلی پلچرخی، به محل اصلاح و تربیت مجدد مبدل گردیده است! این مطلب را مسئولان اداره تنظیم امور زندانها در افتتاح میدان ورزشی در زندان مرکزی بیان داشت

در محفل افتتاح میدان عمومی ورزشی زندان مرکزی، محترم الحاج مولوی محمد یوسف "مستری" رئيس عمومی اداره تنظیم امور زندانها، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" معاون امور نظامی، محترم. . .

BACK TO NEWS