ولایتي خبرونه:( پکتیا، فاریاب، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې ( ۳۹) تنه زندانیان د کمپیوټر او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۸
ولایتی

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، چې د پکتیا د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو زده کړو څخه د نوموړو زندانیانو فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې نو لازمه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او د دغه طلايي وخت څخه ګټه پورته کړي.

دغه برنامه د نوموړي ولایت د زندان د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت په همکارۍ او د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ په لاره اچول شوې وه چې (۲۲) تنه د کامپیوټر د هارډ او سافټ ویر او (۱۷) تنه نور د ترکاڼۍ برخې څخه فارغ شول.

 

فاریاب:

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ د پرېکړې پربنسټ او اړتیا ته په کتو د فاریاب ولایت زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو.

 

د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" چې نوموړي ولایت ته یې رسمي سفر درلود، د فاریاب ولایت د زندان د مسوولینو په حضور کې یې د جوړو شویو مراسمو پرمهال محترم محمد جان "حیدري" چې مخکې د سرپل د زندان نظامي مدیر و تبدیل او د فاریاب زندان د نظامي مدیر په توګه، د یاد زندان پرسونل ته وروپېژندل شو او له هغوی غوښتنه وشوه، چې له نوي مدیر سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.

د دغو مراسمو په پای کې، نوي ګومارل شوي مدیر هم ژمنه وکړله، چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره، د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي او د مربوطه زندان د امنیتي او نظامي چارو د لا ښه والي لپاره به ډېرې هڅې وکړي.

هرات:

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د سره صلیب نړۍ والې کمېټې په همکارۍ د یاد ولایت د زندانیانو سره شاوخوا (۳۰۰) کمپلو مرسته وشوه.

د هرات ولایت د زندان مسوولینو د یادې موسسې له همېشنیو مرستو او همکاریو څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، په دې ساړه موسم کې دغه مرستې اړینې وبللې.

 

جمادي الثاني ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

اخبار ولایتی (پکتیا، بغلان) رئیس زندان ولایت پکتیا، به منظور بررسی کار ساختمان تعمیر توقیفخانه ولسوالی سید کرم عازم آن ولسوالی گردید.

محترم عبد الغنی"عادل" رئیس زندان ولایت پکتیا، در آغاز سفر با ولسوال، آمر استخبارات و قاضی محکمه ولسوالی سید کرم  دیدار نمود، روی همکاری های هرچه  بیشتر میان ادارات ذیربط تاکید صورت گرفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

به منظور بررسی ارایه خدمات بهتر کارمندان، بخش‌های تعمیراتی و عرضه خدمات خوب صحی، هیئتی از مرکز عازم ولایت زابل گردید

محترم الحاج ملا عبدالله "عباد" رئیس تعمیرات و محترم داکتر سید احمد "اسحاقزی" رئیس امور صحی اداره تنظیم امورزندان ها، با هیئت همراه شان در حالیکه محترم ملا حکمت الله "خطاب " آمر ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

خبری‌های ولایتی (میدان‌وردگ پکتیا) مسئولان زندان ولایت میدان وردک، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی  سید آباد گردیدند

محترم مولوی محمد هاشم "حقانی" آمر زندان ولایت میدان وردک و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی سید آباد عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

آمر زندان. . .

BACK TO NEWS