ولایتي خبرونه:( پنجشېر، پکتیا، هرات، سرپل، غور) د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱۳
ولایتی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د پنجشېر ولایت د زندان د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجورینو په ګډون (۱۰) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۲) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

سرپل:

د یو بل خبر له مخې، د سرپل ولایت په زندان کې د بیا رغونې چارې پیل شوې

 

د دې ولایت په زندان کې د سړکونو پخولو، شعباتو، پخلنځي او  د جومات د ځېنو برخو ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې

د نوموړي ولایت د زندان سوولینو په په خبره د دې پروژې موخه د کارکوونکو او زندانیانو د استوګنې او ورځنیو فعالیتونو لپاره د چاپېریال ښوالی او اسانتیاوو رمنځته کول دي.

همداراز، د زندانیانو د سالمې روزنې او د هغوی د جسمي پیاوړتیا او تفریحې په موخه د والیبال میدان هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.  

 

پکتیا:

ورته مهال، د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعه عقاید) تر نامه لاندې کتاب سیالۍ پیل شوې

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د (اهل سنه والجماعه عقاید) تر نامه لاندې کتاب زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت او ګټو خبرې وکړې.

همدا شان، محترم قاري عبدالغني "عادل" په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل د ذهني ودې او عقایدو ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.

یاده سیالۍ چې د کوثر فرهنګي ټولنې سره په همغږۍ د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې پیل شوي چې د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته به بریالیو ګډونوالو ته قلم لرونکی قرآن شریف، کمپیوټرونه او الفجر ساعتونه د ډالۍ په توګه ورکړل شي.

هرات:

بل لور بیا، د هرات ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د دې ولایت د غوریان، پشتون زرغون، شیندند، ادرسکن او کشک کهنه ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

 

د یاد ولایت د زندان نظامي مدیر محترم ملا حیات الله "احمدي" او ورسره پلاوي د هرات ولایت د غوریان، پشتون زرغون، شیندند، ادرسکن او کشک کهنه ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي سره د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

غور

په همدې حال کې، د غور ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د تیورې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا حسام الدین "منصور" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د تیورې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

جمادی الاول ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS