د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ کې د مرکز او ولایتونو د زندانونو  (۴۱) تنو د کشف امرینو ته یو میاشتنۍ  ښوونیز او روزنیز سمینار پیل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
ورکشاپ

دغه سمینار، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې قومندانۍ د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکزي برخې او د ولایتونو له زندانونو څخه (۴۱) تنو د کشف امرینو ګډون کړی.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي سمینار کې د دندو لایحو، کشفي چارو، د معلوماتو دقیق تحلیل د زندانونو امنیتي وضعیت د لا ښوالي، د بندیانو سره ښه چلند د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، امنیت، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ورزده کول کېږي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي نورالله "درویش" او د نوموړي مرکز استادانو او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، د یاد سمینار ګډونوالو ته په خبرو کې وویل: « ټول نظام په ځانګړې توګه دا اداره تاسو ته سترګې په لار ده، نو د ښوونکو له خوا چې درته کومې زده کړې درکول کېږي په غور سره زده، په خپلو چارو کې یې عملي او د خپلو مشرانو اطاعات وکړئ».

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د سمینار د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې د نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د مختلفو برنامو له لارې داسې وروزي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوې مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یاد سمینار ګډونوالو ته سپارښتنه وکړله، چې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

همداراز، د ادارې د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي نورالله "درویش" د سمینار ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړله، چې ادارې ستاسو د ښې روزنې لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې نو لازمه ده چې دغه فرصت څخه ګټه پورته، نظام او خپل ولس ته خدمت وکړئ.

د یادونې وړ بولو، چې د دغه سمینار د مرکز او ولایتونو د (۴۱) تنو د کشف امرینو د زده کړو بشپړولو وروسته به د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا د فراغت د سند په توګه تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.

 

ربیع الاول ۳۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها با والی ولایت بغلان دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی که عازم ولایت بغلان گردیده بود، با والی ولایت بغلان دیدار نمود.

در این دیدار والی محترم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

مسابقات سه روزه والیبال میان تیم های زندان ولایت بغلان به پایان رسید

محترم مولوی عبدالکریم "نورانی" مدیرنظامی زندان ولایت بغلان گفت: این مسابقات دوستانه میان سه تیم ورزشی زندانیان و پرسونل زندان راه اندازی گردیده بود که تیم پرسونل زندان برنده مسابقات گرد. . .

BACK TO NEWS