د پروان ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۴۸
ولایتی

ولایتي خبرونه(پروان، ارزګان، پکتیکا)

 

د پروان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" په وینا د دې ولایت په زندان کې د (۱۵۰)تنو  زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یاد زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت له لورې په لاره اچول شوې وې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت یو شمېر سمه ییزو مسوولینو برخه لرله، د نبوي سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې.

د دې زندان مسوولینو وویل: دا د هر مسلمان ځوان دنده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

داراز، نوموړو ویناوالو د دې زندان رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې پرسونل او زندانیانو ته دا ډول روزنیزې برنامې په لاره اچوي او په راتلوونکې کې یې د دغه شان برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د دغې سیالۍ لس تنو غوره زده کوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

د یو بل خبر له مخې، ارزګان ولایت د زندان ملکي پرسونل ته دوه ورځینی سمینار ترسره شو

دغه سمینار چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو له لورې د دې د ولایت زندان پرسونل او خاص ارزګان، ګیزاب، چوری او دهراود  ولسوالینو د توقیفخونو مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی ګډونوالو ته به په اداري چارو کې د لاښه والي په موخه هر اړخېز معلومات ورکړل شي.

همدا شان، د دې لایت د زندان رئیس محترم مولوی عبدالاحد"طالب" دا ډول سمینارونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې غوره وبله او ګډونوال یې وهڅول څو په خپلو اداري چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

 

بل خوا بیا، د پکتیکا ولایت په زندان کې (۲۰) تنو زندانیانو او نظامي پرسونل لپاره د لیک لوست زده کړو کورس پای ته ورسیده

 

د نوموړي ولایت د زندان (۲۰) تنو زندانیانو د لیک لوست زده کړو دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د پکتیکا ولایت د زندان امر مولوي احسان الله "صلاح الدین" او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، ویناوالو ته د لیک لوست زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او د کورس ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې تر لاسه کړې زده کړې او تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي. 

د نوموړي زندان مسوولینو په وینا، د زندان یو شمېر پرسونل او زندانیان چې تر دې  وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او یا ترې نیمګړې پاتې شوې وې، خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د یاد کورس په بشپړولو سره يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

 

محرم الحرام ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS