د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس او د پایوازۍ د بهیر ارزونه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۴:۴۸
دیدار پایوازی

محترم الحاج محمدکاظم "طارق" نن(دوشنبه) په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان اداري مرستیال مولوي حبیب ګل "مبارز"، د داخلي تفتيش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د ازادۍ پر سلب ځایونو د څار رئیس محترم داریوش "مجددي"، د شخصیتي دوسیو امر محترم ډاکټر سیداقا "موسوي نژاد" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" یي هم ملتیا کوله، د کابل ولایت څرخي پله له مرکزي محبس د پایوازۍ بهیر د ارزونې پرمهال د تلاشۍ له ځایونو، سکن ماشینونو او کانټینونو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، څو  ځینو ستونزو ته جدي پاملرنه، اسانتیاوې لا زیاتې او له پایوازانو سره خپل چلند لا نور هم ښه کړي.

همداشان، د ادارې د سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال په مشرۍ پلاوي دغه محبس ته له راغلو یو شمېر پایوازانو سره ولیدل، د هغوی خبرې او وړاندیزونه یې واورېدل.

داراز، دغو پایوازانو د مرکزي محبس له مسوولینو او موظفینو څخه د دوی د تګ راتګ لپاره د لازمو اسانتیاوو، په زندان کې د شته پلورنځایونو یا کانټینونو او په کې له محبسه بهر د بازار په بیه د توکو پلورلو او د مسوولینو د ښه چلند له امله خوښي وښوده، چې یاد پلاوي هم د نوموړو پایوازانو ستونزو او غوښتنو ته د پر وخت رسېدنې ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم الحاج محمدکاظم "طارق" او مل پلاوي یې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د حال او د محبس د وضعیت په اړه پوښتنه وکړه، چې د هغوی له لورې ورته د رضایت په څرګندولو ډاډ ورکړل شو.

یاد پلاوي هم هغوی ته په خطاب کې وویل: « تاسو زندانیان نه، بلکه موږ ته ستاسو د کورنیو امانت یاست، خو هیله مو دا ده چې په محبس کې د دیني مدرسې، سواد زده کړې او کسب زده کړې له شته فرصته په استفادې د خپل وخت له بې ځایه ضایع کېدو  څخه د مخنیوي، د خپل ځان  د اصلاح او له بنده تر ازادېدو وروسته د ټولنې د ګټورو وګړو په توګه ګټه واخلئ».

د دې لیدنې په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم الحاج محمدکاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د مرکزي محبس د مسوولینو او مؤظفینو هڅې او خدمتونه وستایل او ورته یې د لاښه کېدو په موخه لازمه لارښوونه وکړه.

 

شوال المکرم ۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

پرسونل و زندانیان زندان ولایت بامیان بعد از یک ماه آموزش درکورس  زیر نام " تعلیم السلام " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئیس زندان ولایت بامیان،

مولوی انس "عزیزی" معاون مقام ولایت ، رئیس شورای علما و شماری ازنماینده های ادارات مختلف ولایت بامیان، پرسونل و شماری از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۴۰
Background image

مسئولان زندان ولایت بدخشان از ترمیم و رنگمالی ساختمان این زندان خبر میدهند

به گفته مسئولان، عرضه خدمات برای زندانیان خود عبادت بشمار میرد ورهبری اداره درین راستا توجه بیشتری را مبذول داشته اند. روی این اصل، مسئولان زندان ولایت بدخشان ترمیم ورنگمالی تعمیر زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

ولایتي خبرونه: (پروان، خوست، بادغیس) سمینار سه روزی "دینی، عقیدتی و اصلاحی" از سوی ریاست زندان ولایت پروان با هماهنگی اداره فرهنگی تنویر تدویر گردید.

در این سمینار علمای دینی، اساتید پوهنتون ها، شماری از مسئولان ریاست محبس ولایت پروان و زندانیان اشتراک نموده بودند.

محترم مولوی محمد ابراهیم "حقانی" رئیس زندان ولایت پروان گفت: اداره. . .

BACK TO NEWS