ولایتي خبرونه (هرات، کنړ، میدان وردګ، غزني) د هرات ولایت د مرکزي زندان د ښوونیزو برخو څخه ۲۱۷ تنه زندانیان فارغ شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۱۹
ولایتی

د دې ولایت د زندان د ښوونیزو او روزنيزو برخو څخه ۲۱۷تنو نارینه او ښځینه محبوسین د دیني، عصري، حرفوي، زده‌کړو بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د هرات ولایت د جزا دیوان محکمې رئیس محترم شیخ مولوي سخي داد «عابد»  نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امر قاري نیک محمد «سیف العمر» او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود وویل، نوموړو زندانیانو چې د قرآن کریم حفظ، تجوید، حسن قرائت، خیاطۍ او مرۍ ګنډلو په برخو کې زده کړې ترلاسه کړې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

داراز، محترم قاري سیف العمر زیاته کړله چې د یاد شمېر زندانیانو له ډلې ممتاز زده کړیالان به له عفوې او تخفیف څخه هم برخمن شي.

همداراز، یادو دورو زده کړیالانو د زندان مسوولینو په مننې وویل چې د بند مودې پوره کېدو سره به له ترلاسه کړو زده کړو څخه په کټې اخیستنې سره خپلو کورنیو او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د یاد ولایت د زندان مسوولین زیاتوي چې د زندان ماهول اوس  زده‌کړه‌ییز شوی او زندانیان د بند مودې په تېرولو سره په زده‌کړو سمبال او کورنیو سره د سالمو وګړو په توګه یوځای کیږي.

مسوولین زیاتوي هڅه کوي زندانیانو ته د دیني او عصري علومو ترڅنګ د حرفوي زده کړو برخه پراخه کړي چې په مټ به يې د جرمونو کچه نوره هم کمه شي.

د یادو مراسمو په پای کې، نوموړو فارغ شویو زندانیانو ته بري لیکونه هم ورکړل شول.

کنړ:

په ورته مهال د کنړ ولایت د زندان د ښوونیزو برنامو څخه ۴۸ زندانیان د دیني زده کړو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کنړ والي محترم مولوي قدرت الله «ابوحمزه» علماوو شورا د زندان امر محترم قاري فرهاد «نسیمي» او شمېر د زندان او سمیه ییزو مسوولینو ګډون درلود، ۴۸ تنه زندانیان د قرآن کریم د حفظ، ترجمې، تجوید، حدیث او تفسیر په برخو کې زده کړې کړې وې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کنړ د زندان امر د ښوونیزو برنامو اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه چی د زندانیانو داصلاح لپاره دارنګه پروګرامونه جوړوي څو  په مټ یې سالم او د علم په ګاڼه سمبال وګړي ټولنې ته وړاندې کړي.

همداراز، کنړ والي محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه د زندانیانو په اصلاح کې دا ډول ښوونیزې او روزنیزې برنامې ګټورې یادې کړې او د استادانو هڅونې په موخه یې د نوموړي زندان ۱۲ تنو استادانو ته پنځه پنځه زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړې.

په پای کې یاد مراسم فارغانو ته د سندونو په ورکړې او د خیر دعایې سره پای ته ورسېدل.

میدان وردګ:

د یو بل خبر له مخې، میدان وردګ ولایت  د زندان مسوولینو د دې ولایت د سیداباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان نظامي مسوول په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د سیداباد  ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

غزني:

بلخوا بیا، د غزني ولایت په زندان کې د دې ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو په تراویحو کې د قرآن عظیم الشان ختم پای ته ورسېده

 

د غزنې زندان مسوولینو د یاد ختم په پای مراسمو کې د قرآن عظیم الشان د تلاوت د فضلت په اړه خبرې وکړې او قرآني زده کړې او تلاوت یې په ورځني ژوند کې برکت او اغیز ناک یاد کړ او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د  دیني زده کړو په برخو کې خپلې هڅې له ګړندۍ څو په مټ يې دینوي او اخروي ګټې ترلاسه کړي.

 

رمضان البارک ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

اخبار ولایتی (پکتیا، بغلان) رئیس زندان ولایت پکتیا، به منظور بررسی کار ساختمان تعمیر توقیفخانه ولسوالی سید کرم عازم آن ولسوالی گردید.

محترم عبد الغنی"عادل" رئیس زندان ولایت پکتیا، در آغاز سفر با ولسوال، آمر استخبارات و قاضی محکمه ولسوالی سید کرم  دیدار نمود، روی همکاری های هرچه  بیشتر میان ادارات ذیربط تاکید صورت گرفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

به منظور بررسی ارایه خدمات بهتر کارمندان، بخش‌های تعمیراتی و عرضه خدمات خوب صحی، هیئتی از مرکز عازم ولایت زابل گردید

محترم الحاج ملا عبدالله "عباد" رئیس تعمیرات و محترم داکتر سید احمد "اسحاقزی" رئیس امور صحی اداره تنظیم امورزندان ها، با هیئت همراه شان در حالیکه محترم ملا حکمت الله "خطاب " آمر ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

خبری‌های ولایتی (میدان‌وردگ پکتیا) مسئولان زندان ولایت میدان وردک، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی  سید آباد گردیدند

محترم مولوی محمد هاشم "حقانی" آمر زندان ولایت میدان وردک و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی سید آباد عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

آمر زندان. . .

BACK TO NEWS