د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالي پیل شوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۲:۲۸
سیرت نبوی

دغه سیالي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډې همکارۍ د یادې توقیفخونې د توقیفیانو تر منځ پيل شوه، د دغې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، په داسې حال کې چې د نوموړې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د داخلي تفتيش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو محترم قاري محمدیحیی "صلاح" او محترم مولوي عزت الله "عابد" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود خپلو خبرو کې د زندانیانو لپاره د دا ډول برنامو عملي کول یو غوره او مثبت ګام وګڼه او زیاته یې کړه، د زندانونو چارو د سمون ادارې او د افغانستان د سترې محکمې په ګډه داسې یوه کړنلاره جوړه کړې، چې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) له لورې تاید شوې چې له مخې به یې هغه زندانیان چې د دې ادارې له خوا په زندانونو کې د دیني، عصري او کسب زده کړو برابروشویو فرصتونو څخه په سمه او پوره توګه ګټه واخلي او ښه وځلیږي د هغوی د حبس، حجز او توقیف د مودې د عفوې او تخفیف لامل به شي.

په ورته وخت کې د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون" هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د مراسمو ګډونوالو توقیفیانو ته وویل، د ا.ا.ا. اړوندو اورګانونو تاسو دلته د اصلاح لپاره راوړي یاست او د زندانونو چارو د سمون اداره هم هڅه کوي، چې د مربوطه همکارو اورګانونو په ملتیا تاسو ته لازمې اصلاحي برنامي پلي کړي.

بلخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازي محترم قاري محمدیحیی "صلاح" د مطالعې په ځانګړې توګه د دي کتابونو د مطالعې او پر هغو د ځان پوهولو پر ارزښت خبرې وکړې.

همداشان، یو شمېر نورو ویناوالو د یادې سیالۍ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې هر نظام چې راغلی خپله مفکوره یې پر خلکو پلې کړې، خو اوس چې په هېواد کې ا.ا. قایم  شوی، نو د دې نظام مفکوره او قوانین ټول اسلامي دي او هر افغان مسلمان وګړي ته لازمه ده چې ځان پرې پوه کړي.

داراز، نوموړو ویناوالو د هېواد په زندانونو کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت مطالعه، په اړه یې د پوهاوي ترلاسه کول او په خپل ورځني ژوند کې یې د عملي کولو پر اهمیت وینا وکړه او زیاته یې کړه، « پخوا به زندانونه د ربړونې او شکنجې مراکز وو، خو اوس الحمدالله همدا زندانونه د اصلاح په مرکزونو بدل شوي او زندانیانو ته مختلفې زده کړې او روزنې ورکول کېږي، څو هغوی د اصلاح شویو وګړو په توګه بیا ټولنې سره یو ځای شي».

د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو تر منځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) د سیالۍ د پرانیستنې مراسمو په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو د دغې وزارت د بیهقي خپروندیه ټولنې له خوا د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) په هکله چمتو شوي کتابونه پر یوشمېر توقیفیانو وويشل.

 

شعبان المعظم ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

پرسونل و زندانیان زندان ولایت بامیان بعد از یک ماه آموزش درکورس  زیر نام " تعلیم السلام " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئیس زندان ولایت بامیان،

مولوی انس "عزیزی" معاون مقام ولایت ، رئیس شورای علما و شماری ازنماینده های ادارات مختلف ولایت بامیان، پرسونل و شماری از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۴۰
Background image

مسئولان زندان ولایت بدخشان از ترمیم و رنگمالی ساختمان این زندان خبر میدهند

به گفته مسئولان، عرضه خدمات برای زندانیان خود عبادت بشمار میرد ورهبری اداره درین راستا توجه بیشتری را مبذول داشته اند. روی این اصل، مسئولان زندان ولایت بدخشان ترمیم ورنگمالی تعمیر زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

ولایتي خبرونه: (پروان، خوست، بادغیس) سمینار سه روزی "دینی، عقیدتی و اصلاحی" از سوی ریاست زندان ولایت پروان با هماهنگی اداره فرهنگی تنویر تدویر گردید.

در این سمینار علمای دینی، اساتید پوهنتون ها، شماری از مسئولان ریاست محبس ولایت پروان و زندانیان اشتراک نموده بودند.

محترم مولوی محمد ابراهیم "حقانی" رئیس زندان ولایت پروان گفت: اداره. . .

BACK TO NEWS