د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د کشف (۴۱) تنو امرینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۸
قومندانی تعلیمی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۱) تنو د کشف امرینو د یوې میاشتې زده کړو په دوره کې برخه اخیستې وه، یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د دغې فراغت غونډې پرمهال، په داسې حال کې چې د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د پلان او اوپراسیون عمومي مدیر محترم مولوي شامحمد "مفکر" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، زیاته کړه:« دا چې موږ ته د زندانیانو د ساتلو او پالنې مسوولیت راترغاړې دی نو تل کوښښ کوو څو د ادارې د کارکوونکو لپاره ګټورې برنامې په لاره واچوو چې نوموړي وکولای شي خپلې چارې په ښه دقت، رېښتینولۍ او ښه ډول مخ ته یوسي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال یادو فارغانو ته په خبرو کې وویل: « دلته چې د ښوونکو له خوا درته کومې زده کړې درکول شوي هم یې خپله عملي کړي او هم یې د زندانونو په امنیتي برخه کې له نورو همکارانو سره په پوره امانتوالۍ شریک کړي څو مو خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا شي ».

دغه راز، نوموړي یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې پاملرنه لا زیاته کړي، څو هغوی د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره بیا یوځای شي.

یاده غونډه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیز او مسلکي کورس (۴۱) تنو ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

 

جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS