د کابل ولایت د عدلي او قضایي ارګانونو یوه پلاوي د دغه ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۴۴
دیدار قاضی ها

د کابل ولایت د ښاري محکمې د درېم زون عمومي رئیس محترم مفتي هدایت الله "رحماني" او د دې ولایت د څلورم زون د جزا دیوان ښاري محکمې رئیس محترم مولوي حمدالله "احمدي" په ګډون یوه پلاوي په داسې حال کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او یو شمېر نورو مسوولینوهم شتون درلود، تېره ورځ د نوموړي محبس له دیني، عصري او حرفوي زده کړو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

داراز، پلاوي د یادو برخو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، زندان د اصلاح او روزنې ځای دی نو کوښښ وکړئ چې د ښوونېزو او روزنېزو برنامو له لارې خپل ځانونه اصلاح او له درکړل شویو زده کړو څخه په ګټه پورته کولو سره له بدو او ناروا کړنو څخه ځانونه وساتئ.  

همداراز، نوموړي پلاوي د یادو زده کړو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله؛ د زندانونو چارو د سمون ادارې ستاسو لپاره د دیني، عصري او حرفوي برنامو ښه زمینه برابر کړې چې په ګډون سره به یې هم دنیاوي اوهم اخیروي ګټې ترلاسه کړئ او هغه څوک چې په یادو برنامو کې یې ګډون کړی وي او د اصلاح نښې په کې ښکاره شوي وي نو د سترې محکمې له عالي مقام سره به یاده موضوع شریکه او له هغوی به وغواړو څو مو د حبس په موده کې عفوه او تخفیف راولي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد په زندانونو کې یې تجربه لرونکي ښوونکي ګومارلي څو د محال وېش سره سم زندانیانو ته ښوونېزې او روزنېزې زده کړې ورکړي چې پر مټ یې هغوی له ناروا کړنو لرې او په ټولو شرعی اصولو پوه شي.»

 

جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS