د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۳:۴
ریس ارکان

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ دغه پلاوي له نوموړي زندان څخه د دې لیدنې پرمهال لومړی د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی ورته له خپله اړخه د دې زندان او زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره ګټورې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو او محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

په پای کې د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د دې زندان د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS