د کابل ولایت په مرکزي محبس کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۴۱
معرفی محبس مرکزی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم د کابل ولایت په مرکزي محبس کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءلرحمن"سعید"، د کابل ولایت د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" او  یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو شتون درلود، محترم مولوي اسدالله د سمونوالۍ په بست کې د کابل ولایت د مرکزي محبس د اوپراسیون د امر او محترم مولوي شفیع الله "شفق" د سمونوالۍ په بست کې د کشف او اوپراتېفي د مدیر په توګه، خپل پرسونل ته وپېژندل شول.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد رحمت د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی چې موخه ترې د کارونو ښه والی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړو مسوولینو څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم مولوي رحمت له مخکینيو مسوولینو څخه مننه وکړه او د هغو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نویو ګومارل شویو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې، نویو ګومارل شویو مسوولینو رسماً خپل کار پیل او ژمنه یې وکړه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

‌ذوالقعدة الحرام ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS