د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال: د نظامي پرسونل لپاره مخکینيو ښوونیزو او روزنيزو پروګرامونو ډېره مثبته پایله لرله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۳۶
نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(دوشنبې) د نظامي ښوونې او روزنې د برخې لا پیاوړتیا په موخه د یوې جوړې شوې غونډې پرمهال چې د نوموړې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود د یاد مطلب په څرګندولو سره وویل: «هڅه مو دا ده څو د ادارې نظامي پرسونل داسې وروزو، چې د زندان ساتنې په ټولو نظامي او امنیتي اصولو او قوانينو پوه او د لویې حوصلې لرونکي وي او وکولی شي د زندانیانو لپاره د خوندي فضا رامنځته کولو په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي».
همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې د برخې ښوونکو ته لارښوونه وکړه، څو د نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې لپاره له نظامي اصولنامو او قوانينو څخه یو کتاب چمتو کړي، چې پرمټ یې د نوموړو په کړنو، اخلاقو او پوهې کې مثبت بدلونونه راولي. 
همدا شان، نوموړي یادو ښوونکو ته په خبرو کې زیاته کړه، تاسو باید د خپلو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو پرمهال ګډونوالو ته د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) له خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته د استول شوې ۳۹ماده ییزې کړنلارې پربنسټ له زندانیانو سره د ښه چلند د سپارښتنې په هکله تل پوهاوې ورکړئ او ورته ووایاست، چې د دغې ادارې رهبري هم له تاسو ټولو اړوندو مسوولینو او پرسونل څخه په جدي توګه د یادې سپارښتنې د عملي کولو او له زندانیانو سره له ډېرې حوصلې څخه د کار اخیستلو غوښتنه کوي.   
په ورته وخت کې، د ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا هم د دغې غونډې برخوالو ښوونکو ته په خبرو کې په ټولو نظامي اصولو او شرعي قوانينو د نظامي پرسونل پر پوهېدو ټینګار وکړ.

شوال المکرم ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS