د افغانستان اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون اداره، چې د هېواد یوه له خپلواکو او ډېرو مهمو ادارو څخه ده، چې د انساني او شرعي حقونو په رعایتولو د یو زیات شمېر محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو د ساتنې او پالنې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې ورته لازم خدمتونه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۰
معلومات

د زده کړو په برخه کې: نوموړې ادارې د هېواد په ټولو زندانونو کې د زندانیانو د ښې روزنې په موخه  د دیني او عصري زده کړو زمینه برابره کړې او په دې برخو کې یې پوه او تجربه لرونکي ښوونکي ګومارلي دي.

همداراز، د هغو محبوسو میندو ماشومان چې په کور کې سرپرست نه لري او د ساتنې لپاره یې څوک نه شته د میندو د حبس د مودې ترپایته رسېدو پورې له دوی سره اوسېږي، د هغوی لپاره هم په ښځینه محبسونو کې د ښې ساتنې او روزنې ترڅنګ، د زده کړې، لوبو او نورو بوختیاوو مناسبه زمینه برابره کړې ده.

د حرفوي زده کړو په برخه کې: دې ادارې نارینه محبوسینو ته د نجارۍ، خیاطۍ، غالۍ اوبدلو(قالین بافۍ)، مهره بافۍ، حلبي سازۍ، فلزکارۍ، رنګمالۍ د ځلوبیو، کلچو او کېک پخولو شاپونه فعال کړي.

همداشان، یادې ادارې ښځینه محبوسینو ته هم د سالمې بوختیا لپاره د خیاطۍ او مهره بافۍ شاپونه فعال ساتلي.

داراز، نوموړې ادارې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې ماشومانو محجوزینو ته هم د خیاطۍ، بوټ ګنډنې، مبایل جوړولو، نلدوانۍ، د برېښنایي وسایلو د ترمیم او لین دوانۍ شاپونه جوړ کړي چې دا ماشومان په کې په عملي توګه په کار بوخت دي.

زندانیانو(محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو) ته د خوړو برابرولو په برخه کې: د زندانونو چارو د سمون ادارې د اعاشې مسوولین د مرکز او ولایتونو په محبسونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې د غذايي مهالویش له مخې درې وخته ډوډۍ(غذا) او د هر موسم یا فصل تازه مېوې برابروي او د طبي ډاکټر تر معاینې وروسته یې پرې وېشي.

په روغتیايي برخه کې: د زندانونو چارو د سمون اداره د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان په قرارګاه کې د (۵۰) بستریز روغتون له لارې چې په ټولو طبي وسایلو او پوه طبي پرسونل باندې سمبال دی په مرکز کې د ټولو ښځینه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو درملنه کوي او هم د ۳۳ ولایاتو د زندانونو د روغتیايي پرسونل پرمټ د روغتیايي کلنیکونو او مرکزونو له لارې د محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو درملنې لپاره تر خپلې وسې امکانات، درمل او بسترونه برابر کړي دي.

له اړتیا سره سم نور خدمتونه: یادې ادارې د زندانیانو د ښې ساتنې او پالنې لپاره د هغوی د ژوندانه ټول اړین امکانات برابر کړي.

د ژمي په موسم کې زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې هغوی ته کمپلې، بخارۍ او نور ژمني توکي ورکول کېږي او له ازادې فضا او لمر څخه د استفادې لپاره هر ورځ او په ورځ کې دوه یا درې ساعته له خونو بهر راویستل کېږي. د زندانیانو د بدني روزنې او فزیکي-رواني روغتیا لپاره یې ورته د قانون له مخې د ځینو ورزشونو زمینه مساعده کړې ده.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې د زندانیانو لپاره کانټینونه جوړ کړي، چې په کې له زندانونو بهر د بازار په بیه خوراکي او نور اړین توکي پلورل کېږي او د دوی اړتیاوې پرې پوره کېږي.

داراز، دې ادارې د زندانیانو او د هغوی د کورنیو تر منځ د اړیکو لپاره د هېواد په ټولو زندانونو کې د (پي سي او) ټلیفوني خدمتونه چمتو کړي دي.

له زندانیانو سره د ملاقاتونو یا پایوازۍ په برخه کې: د زندانونو چارو د سمون ادارې د زندانیانو او د هغوی د کورنیو او دوستانو د لیدو- کتو لپاره د نورو لازمو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، د پایوازانو لپاره یې د ملاقات ځای ته د لېږد لپاره یو شمېر موټران چمتو کړي دي.

د جرمي دوسیو د څېړنې لپاره له عدلي او قضايي اورګانونو سره د همغږۍ په برخه کې: د دغې ادارې د اړوندو مسوولینو له خوا د هېواد له عدلي او قضايي اورګانونو سره په همغږۍ د صلاحیت لرونکو او عادلو پلاوو د دوامدارو فعالیتونو، څارنو، ارزونو او جرمي دوسیو څېړلو او تعقیبولو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۱۶
Background image

پرسونل و زندانیان زندان ولایت بامیان بعد از یک ماه آموزش درکورس  زیر نام " تعلیم السلام " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئیس زندان ولایت بامیان،

مولوی انس "عزیزی" معاون مقام ولایت ، رئیس شورای علما و شماری ازنماینده های ادارات مختلف ولایت بامیان، پرسونل و شماری از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۴۰
Background image

مسئولان زندان ولایت بدخشان از ترمیم و رنگمالی ساختمان این زندان خبر میدهند

به گفته مسئولان، عرضه خدمات برای زندانیان خود عبادت بشمار میرد ورهبری اداره درین راستا توجه بیشتری را مبذول داشته اند. روی این اصل، مسئولان زندان ولایت بدخشان ترمیم ورنگمالی تعمیر زندان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

ولایتي خبرونه: (پروان، خوست، بادغیس) سمینار سه روزی "دینی، عقیدتی و اصلاحی" از سوی ریاست زندان ولایت پروان با هماهنگی اداره فرهنگی تنویر تدویر گردید.

در این سمینار علمای دینی، اساتید پوهنتون ها، شماری از مسئولان ریاست محبس ولایت پروان و زندانیان اشتراک نموده بودند.

محترم مولوی محمد ابراهیم "حقانی" رئیس زندان ولایت پروان گفت: اداره. . .

BACK TO NEWS