دزندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزي توقیفخوني څخه لیدنه وکړه
د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او مل پلاوي یې د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزي توقیفخوني له مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه چې تاسو ته مو دا مسوولیت درسپارلی څو پرسونل او توقیفیان دیني درسونو، اسلامي اوامرو او احکامو په هکله زده کړو ته وهڅوئ، څو دنیاوي او اخروي ګټو څخه برخمن شي.
داراز ، نوموړي د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزي توقیفخوني له مسوولینو څخه و غوښتل، چې پرسونل او توقیفیانو ته په جماعت سره د لمونځونو ادا کولو سپارښتنه وکړي، چې هغوی هم په دې برخه کې له خپله اړخه د هڅو لا زیاتولو ډاډ ورکړ.
جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت