د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي او اداري عمومي ریاست کې ځانګړې ناسته ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۱:۳۳
مالی

د غه ناسته چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومې رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن"عابد"، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزي"، د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت" د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم ګډون درلود، د ادارې د قراردادونو په څرنګوالې بحث او خبرې اترې وشوې.
دا راز، په یاده ناسته کې، د ګډونوالو له لوري د قراردادونو او حواله جاتو په اړه معلومات وړاندې شول چې د محترم مولوي مالي اخندزاده لخوا نوموړو ته د قراردادونو پر شفافیت او د چارو د غوراوي په موخه د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو سره سمې، لازمې لارښوونې وشوې.
همدا شان، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله هم بحث وشو چې په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته له قانون سره سمې سپارښتنې وشوې.

جمادي الاول ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها با والی ولایت بغلان دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی که عازم ولایت بغلان گردیده بود، با والی ولایت بغلان دیدار نمود.

در این دیدار والی محترم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

BACK TO NEWS