د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس او مل پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ښوونیزې چارې و ارزولې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۴:۴
eslah

د دغه ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او مل پلاوي تېره ورځ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" سره ولیدل او د دې مر کز د ښوونېزو چارو په اړه یې ورسره بحث وکړ.
په ورته وخت کې، محترم مولوي سادات د نوموړي مرکز د دیني او عصري زده کړو له روان بهير څخه هم ارزونه وکړه او مسوولینو ته یې زیاته کړه:« د زندانونو  چارو د سمون ادارې کوښښ دا دی څو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ښوونیزو چارې لاغښتلې او په دې برخه کې باتجربه ښوونکي او روزونکي وروزي څو پر مټ یې محجوزین وکولی شي په راتلونکي کې له دلته ورکړل شوېو زده کړو او وړتیا څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي. 
همد اراز، نوموړي د دې مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل او له هغوی یې د دیني او عصري زده کړو په بهیر کې له ګډونه د خوښی ترڅنګ ورته د علم په ارزښت او اړتیا  ګټورې خبرې هم وکړې.

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها با والی ولایت بغلان دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی که عازم ولایت بغلان گردیده بود، با والی ولایت بغلان دیدار نمود.

در این دیدار والی محترم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

BACK TO NEWS