د هرات په زندان کې به زندانیانو ته روغتیایي خدمتونه لا نور هم غښتلي شي

د هرات د زندان رئیس محترم ملا محمد نبي "خلیل" تېره ورځ په یاد ولایت کې د عامې روغتیا ریاست او یوشمېر غیر امارتي روغتیایي بنسټونو له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې، زندانیانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ښې همغږۍ په نیت ولیدل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
د هرات ولایت د زندان رئیس له نوموړو مسوولینو سره په خبرو کې وویل، ښه به وي چې د دې زندان زندانیانو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته او هم له دوی سره د روغتیایي توکو په برابرولو کې لازمه همکاري وشي.
په ورته وخت کې، د هرات ولایت د روغتیا ریاست او غیر امارتي روغتیايي بنسټونو مسوولینو د یادې لیدنې په ترڅ کې ډاډ ورکړ، چې دوی به د زندانیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو غښتلتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي او د روغتیايي توکو مرستو ته به دوام ورکړي.
د یو بل خبر له مخې، د هرات ولایت د زندان ریاست په مالي لګښت د دې ولایت په ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د سړې هوا د تولید لپاره کولرونه او د میاشو او نورو حشراتو د مخینوي په موخه جالۍ نصب شوې.
محرم الحرام ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت