د زندانونو چارو د سمون ادارې د ۱۶ زندانونو اړوندو مسوولینو لپاره د زندانیانو د ښې تغذیې او کیفیت په اړه د عامه پوهاوي سیمینار پیل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۳۰
سمینارد

دغه دوه ورځینی سیمینار چې نن(دوشنبې) پیل او سبا به پایته ورسېږي، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ملاتړ او د زندانونو چارو د سمون ادارې په هڅو د کابل او ۱۶ ولایتونو د زندانونو د روغتیايي او خوړو برابرولو برخو مسوولینو لپاره جوړ شوی، په کې د غذايي زنځیر، د خوراکي توکو د ښې ساتنې، نظافت په پام کې نیولو، په ښه توګه پخولو او زندانیانو او پرسونل ته یې د ویشلو د مدیریت په اړه به عامه پوهاوی او هر اړخیزه معلومات ورکړل شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سید احمد  "اسحاقزي"، په کابل کې د سره صلیب نړېوالې کمېټې د خوړو متخصص محترم ډاکټر محمدسمېع  "تلاش"، د زندانونو د روغتیا په چارو کې د عامې روغتیا وزارت استازي محترم ډاکټر کریم الله "مهربان" او د نوموړې ادارې یو شمېر نورو ملکي او نظامي برخو مسوولینو هم شتون درلود، د یاد سیمینار د پرانیستغونډې پرمهال له همکارو موسسو په ځانګړې توګه سره صلیب نړیوالې کمېټې له همیشنیو همکاریو مننه وکړه او له ګډونوالو وغوښتل، څو دلته په سیمینار کې پریاد عامه پوهاوي او معلوماتو ځان ښه پوه کړي او د خپلو مربوطه ولایتونو د زندانونو له نورو مسوولینو او همکارانو سره یې شریک کړي.

په ورته وخت کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د خوړو د برخې متخصص محترم ډاکټر محمدسمېع  "تلاش" هم دغې پرانیستغونډې ته په خپلو خبرو کې د زندانیانو او پرسونل د صحي او سالمې تغذیې پر ارزښت د لنډ بحث ترڅنګ ژمنه وکړه، چې دوی هڅه کوي د دا ډول سیمینارونو لړۍ د نورو ولایتونو په زندانونو کې هم عملي کړي

په ورته مهال، د زندانونو د روغتیا په چارو کې د عامې روغتیا وزارت استازي محترم ډاکټر کریم الله "مهربان" د دې پرانیستغونډې په ترڅ کې وویل، هیله لري د دې په راتلونکې کې د دې سیمینار موده زیاته شي، څو د زندانونو د خوړو برابروونکي او روغتیايي برخو مسوولین د خوړو ښه برابرولو پر ارزښت او ګټو ډېر پوهاوی ترلاسه کړي.

 

محرم الحرام ۳/  ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

رئيس زندان ولایت بامیان به منظور بهبود کار در  توقیفخانه ولسوالی پنجاب عازم آن ولسوالی گردید

محترم مولوی عبدالرحیم "احمد" رئيس زندان ولایت بامیان ، به منظور ارزیابی کارکنان و ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری شان در توقیفخانه ولسوالی پنجاب عازم این ولسوالی  گردید.

رئيس زندان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۵۲
Background image

هیئت کمیسیون تنظیم تشکیلات و معاشات، جهت بررسی وضعیت عمومی از زندان ولایت جوزجان دیدار نمود

 

محترم حاجی عبدالقدیر احمد معین مالی وزارت مالیه و عضو کمیسیون تنظیم تشکیلات و معاشات و هیئت همرای شان از بخش های مختلف زندان ولایت جوزجان دیدار نمود.

معین مالی وزارت مالیه حین دیدار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د کنړ ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د غازي اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مرستیال محترم قاري بسم الله او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د غازي اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په. . .

BACK TO NEWS