د فراه ولایت د زندان د مسوولینو او بندیانو ترمنځ د همغږۍ لپاره دوه ورځینی سیمینار جوړ شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۵:۳۶
فراه

په دې سیمینار کې، چې نن(دوشنبې) پیل شو او دوه ورځې به دوام وکړي، د نوموړي زندان مدیر، د تعمیراتو، خدماتو او لوژېستیک برخو مسوولینو او د زندان د درېګونو بلاکونو د بندیانو په استازیتوب ۶ تنو بندیانو په کې ګډون کړی دی.
په دغه سیمینار کې بندیانو ته لارښوونه کېږي، چې په تعمیراتي، خدماتي او برېښنا برخو کې د اړتیا په صورت کې اړوندو مسوولینو ته پروخت خبر ورکړي او مسوولینو ته دا سپارښتنه کېږي، څو په نوموړو برخو کې د اړتیا پېښېدو او خبرېدو سره سم اقدام وکړي.
د یادونې وړ بولو، چې د فراه ولایت د زندان مسوولین به په مربوطه برخو کې مالي لګښت د یاد ولایت لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دفتر څخه ترلاسه کوي.

ربېع الاول- ۲۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي زابل ولایت ته سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي سره ولیدل

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو زابل ته په سفر ولاړ او هلته یې د دې ولایت والي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د غزني ولایت د زندان ارزونه وکړه

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل یوه پلاوی غزني ته ولاړ او د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره د کتنې پرمهال  يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۰:۴۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس او مل پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ښوونیزې چارې و ارزولې

 

د دغه ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او مل پلاوي تېره ورځ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" سره ولیدل. . .

BACK TO NEWS